معماری
خانه / ګهیځ نیوز / روان کال د افغانستان APL شل اوریزه کرکټ لیګ سیالۍ پیلیږي

روان کال د افغانستان APL شل اوریزه کرکټ لیګ سیالۍ پیلیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۱ نېټه):
د کرکټ بورډ مسوولین وایي، چې د APL په نوم د افغانستان شل اوريز غوره ليګ دوهم پړاو سیالۍ به په متحده عربي اماراتو کې تر سره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ که څه هم چې د دې سیالیو د پیل کره نېټه نه ده په ډاګه کړې، خو احتمالاً یې خبر ورکړی چې د دغه لیګ سیالۍ به په روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې تر سره شي او په همدې موخه یې تازه د اړوند موظفې کمېټې د غړو ترمنځ لومړنۍ ناسته هم ترسره کړې ده.
افغان کرکټ بورډ د دغه شل اوریزه غوره لیګ سیالیو د دوهم پړاو د پیل په اړه په داسې حال کې خبر ورکوي، چې دغه لیګ له کرونا وبا راوروسته د ځینو ستونزو له امله ځنډېدلی وو.
د یادولو وړ ده چې د APL یا افغانستان شل اوریزه غوره لیګ سیالیو لومړی پړاو په ۲۰۱۸ زېږدیز کال متحده عربي اماراتو کې ترسره شوی وو، چې د افغان لوبغاړو سربېره په کې ډېر شمېر بهرنیو لوبغاړو هم برخه لرله.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس