معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روان کال د ناچاوده توکو له امله نږدې ۴ سوه کسانو خپل ژوند بایللی

روان کال د ناچاوده توکو له امله نږدې ۴ سوه کسانو خپل ژوند بایللی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ماین پاکۍ چارو د همغږۍ رییس ويلي، چې د ۲۰۲۳ زیږدېز کال له پېله تر اوسه په ټول هېواد کې د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې نږدې ۴ سوه کسانو ژوند بایللی او یا هم ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې په دې موده کې له ۲ سوو ډېرې پېښې رامنځته شوي، چې له امله يې له ۱۲۰ ډېرو کسانو ژوند بایللی او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.
په ورته مهال ځينې ماین پاکوونکي وايي، هڅه کوي چې هېواد کې ناچاوده ماینونه او توکي له منځه یوسي.
د ماین پاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ ریاست د شمېرو له مخې په هېواد کې د ماین پاکۍ په برخه کې ۹ ملي او نړیوالې موسسې فعالیت کوي او په خبره يې، چې د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې شاوخوا ۳ سوه د ماین پاکۍ ټیمونه په بېلابېلو برخو کې کار کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس