کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت شمېرې ښيي، چې دغه وزارت د روان هجري لمریز کال له پیله تر اوسه د یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت درې لوی تړونونه لاسلیک کړي.
د دغه وزارت د مسؤولینو په وینا دغه قراردادونه د مالګې، ګاز او سمنټونو په برخه کې دي، چې قراردادونه یې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي دي.
د کانونو او صنایعو خونه وايي، دا مهال له نورو هېوادونو سمنټ او ګاز واردیږي او په دې برخه کې پانګونه به له افغانستان سره مرسته وکړي، چې ځان بساینې ته ورسېږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/