کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، روان کال یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۵ سترو اقتصادي پروژو چارې پیل کړي.
اقتصادي معاونیت زیاته کړې، دغو پروژو کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې عملي چارو پیل، طوطي میدان ګازو استخراج، هرات – غور سړک، کابل – غزني دوهم لین سړک، د کابل ښار یو شمېر مهم سړکونه، د پاشدان بند پاتې چارو پیل، کابل هوایي ډګر کې د معیاري انتظار خونې جوړولو چارو پیل او پر پلتوني بند د کار پیلول شامل دي.
همداراز په همدې موده کې د اغا جان بند جوړول، د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ څلورمې دوهمې برخې پیل، مس عینک پروژې ته غځېدلي سړک جوړول، ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د سکنرونو نصبول، ۲۳ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه او د ارغندۍ سب سټېشن د پاتې چارو پراختیا نورې هغه پروژې دي چې روان کال یې چارې پیل شوې دي.
دوی ویلي، دغه پروژې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د حکومت په پراختیایي بودیجه پیل شوې، چې لسګونو زرو کسانو ته د کار زمینه هم په کې برابره شوې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/