معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روان کال هېواد کې ۴،۳ میلیونه ټنه غنم تولید شوي

روان کال هېواد کې ۴،۳ میلیونه ټنه غنم تولید شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۳۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د احصایې ملي ادارې ويلي، چې سږکال په هېواد کې د للمي غنمو د حاصلاتو په ګډون ټول ۴،۳ میلیونه ټنه غنمو حاصلات راټول شوي دي.
دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا معلومات یې د لرې څخه د سنجولو د ټکنالوژۍ په مټ چې د ستلایټ له لارې د اوبو او للمي ځمکو د غنمو د کر د سیمو څخه د اخیستل شویو انځورونو په ګډون راټول کړي دي.
د احصایې ملي ادارې زیاته کړې، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې په مجموعي ډول ۲،۲ میلیون هکتاره ځمکه باندې غنم کرل شوي و، چې د دې له ډلې ۱،۳۴ میلیونه هکتاره د اوبو لاندې په ځمکه باندې او ۶۸۰ زره هکټاره للمي ځمکه باندې غنم کرل شوي و.
د ترلاسه شویو شمېرو له مخې د غنمو د کر ځمکې د ټولو کرل شویو ځمکو ۷۱ سلنه جوړوي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس