معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اورزګان کې د پاکستاني کلدارو د استعمال په تور یو شمېر هټیوال نیول شوي او هټۍ یې تړل شوي

اورزګان کې د پاکستاني کلدارو د استعمال په تور یو شمېر هټیوال نیول شوي او هټۍ یې تړل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۳۰ مه نېټه):
د باختر آژانس د خبر له مخې په اورزګان ولايت کې له تېرې يوې اونۍ راهیسې پر بهرنیو اسعارو راکړه_ورکړه باندې بندیز شدت موندلی.
د خبر له مخې د بهرنیو اسعارو د کارونې په تور لسګونه هټۍ هم تړل شوي دي.
د راپورونو له مخې تېره ورځ هم دغه ولایت کې د پاکستاني کلدارو د استعمال او کارونې په تور یو شمېر هټیوال نیول شوي او هټۍ یې تړل شوي.
افغانستان له اوږد مهال راهیسې د بهرنیو اثارو د کارونې له امله رنځیږي، چې دې وروستیو کې یې مسوولینو د کارونې په اړه هڅې چټکې کړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس