معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روزګان کې یو روغتيايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

روزګان کې یو روغتيايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روزګان ولایت ځایي سرچینو ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې یو روغتيايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د خبر پر بنسټ، دغه روغتیايي مرکز د یاد ولایت مرکز ترینکوټ اړوند په آبردې سیمه کې د نږدې ۲ لکه امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شو.

سرچینې زیاته کړې چې دغه مرکز د جاپان (OUNHCR) په مالي ملاتړ د اتو میاشتو په موده کې جوړ شو، چې شاوخوا ۱۱ زره کسانو ته به روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

د یاد روغتيايي مرکز د پرانیستلو په مراسمو کې د ځايي چارواکو ترڅنګ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو معین او د UNHCR مؤسسې د زون مسوول سیرهي چوماکو هم ګډون کړی و او ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ، چې ستونزو ته به یې رسېدنه کوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس