ګهیځ نیوز: نن یکشنبه ( زمري/اسد ۳۰مه او د اګسټ میاشتې ۲۱مه نېټه ده) د راپورونو له مخې، روسیه او چین غواړي د افغانستان د ا.ا حکومت ۱۳ مشرانو ته د سفري معافیت موده ۹۰ ورځې نوره هم وغځول شي.
امریکا او لویدیځ هېوادونه بیا مخالفت کوي او وايي دا معافیت له یو لړ اضافي جغرافیوي محدودیتونو سره ۶ کسانو ته راټیټوي.
امریکا او متحدان یې وايي دا ګام ځکه اخلی چې د ا.ا حکومت د ښځو حقونو رعایت او د ټولګډوني حکومت جوړولو په تړاو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
خو د ا.ا مشران بیا د امریکا دغه ادعاوې ردوي، دوی وايي ښځو ته د اسلام په اډانه کې خپل حقونه ورکوي او حکومت هم ټولګډونه دی، چې د هر قوم او سمت خلک په حکومت کې شامل دي.