کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۳ نېټه):
د راپورنو له مخې روسیې ویلي، چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت په راتګ سره دغه هېواد ته د دوی د مایع ګازو صادرات دوه برابره زیات شوي دي.
رویټرز آژانس د روسیې د صنایعو د ادارې په وینا راپور ورکړی، چې د جنوري له میاشتې د سږکال تر نومبر پورې افغانستان نږدې ۱۷۶ زره ټنه مایع ګاز له روسیې څخه اخیستی دی او دا د تېرکال همدې مودې په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین د جګړې له پیل سره سم اروپایي هېوادونو ته د روسیې د ګازو صادرات د بندیرزونو له امله کم شوې دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/