معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روسیې د افغانانو په ګډون ۱۵ تنه ناقانونه کډوال له خپل هېواده وېستلي

روسیې د افغانانو په ګډون ۱۵ تنه ناقانونه کډوال له خپل هېواده وېستلي

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې روسي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد ځواکونو په پسکوف ښار کې ۱۵ تنه ناقانونه کډوال نیولي او وېستلي دي.

د راپور پر بنسټ دغه کډوال د افغانستان، کینیا، سریلانکا او قزاقستان وګړي دي، چې هڅه یې کوله په ناقانونه توګه له پولې تېر او اروپا ته ولاړ شي.

د روسیې د قوانینو له مخې وېستل شوي وګړي تر راتلونکو پنځو کلونو پورې دغه هېواد ته بیا نه شي دننه کېدای.

د روسیې حکومت شمېرې ښيي چې د روان کال له پیل راهیسې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو یوازې د پسکوف له ښاره ۵۲۰ بهرني وګړي له روسیې څخه وېستلي دي.

دغه شمېرې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو په پرتله نږدې درې برابره زیاتوالی ښيي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس