معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روسیې له سرپرست افغان حکومته غوښتي، چې د رسمیت پېژندنې لپاره شرایط پوره کړي

روسیې له سرپرست افغان حکومته غوښتي، چې د رسمیت پېژندنې لپاره شرایط پوره کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۷ نېټه):
سره له دې چې د سرپرست افغان حکومت چارواکو په کراتو د رسمیت پېژندلو لپاره هڅې کړي، تازه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف ویلي، چې مسکو به د افغانستان سرپرست حکومت تر هغه وخته په رسمیت ونه پېژني، چې د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو په ګډون د نړیوالو معیارونو په اساس خپل مکلفیتونه ترسره نه کړي.
لاوروف دا څرګندونې د ملګرو ملتونو په مقر کې په یوه خبري غونډه کې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې طـ.البان یو حقیقت دی او باید خبرې ورسره وشي، خو زیاته یې کړه چې اساسي بشري حقونو، له هغې ډلې د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی هم د رسمیت پېژندنې له مهمو معیارونو څخه دی.
د افغانستان سرپرست حکومت تر دا دمه د روسیې دغو څرګندونو ته په غبرګون کې څۀ نۀ دي ویلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس