کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۳۰ نېټه):
د راپورونو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان مشر د یو ټویټ په کولو سره ویلي، چې په افغانستان کې ۱۳ میلیونه وګړي، د خوړو د نه خوندیتوب له بېړني یا بحراني حالت سره مخ دي.
تیدروس اډهانوم ګیبریسیوس په دغو څرګندونو کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې نږدې یو میلیون ماشومان پر سختې خوارځواکۍ اخته او ۲،۳ میلیونه نور یې د خوارځواکۍ له منځنۍ کچې سره مخامخ دي.
نوموړی زیاتوی، دې ته په پام چې د معافیت سېسټمونه کمزوري شوي او خلک له سخت ژمي سره مخ دي، نو د دې خطر زیات دی چې دوی به د ساري ناروغیو له امله مړه شي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ویلي، چې دوی ۱۸۵ میلیون ډالرو ته اړتیا لري، څو په افغانستان کې له روغتونونو سره د درملو او په نورو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/