کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان د اکتوبر میاشتې لپاره په افغانستان کې د بېړني روغتیایي وضعیت په اړه راپور خپور کړی.
په یاد راپور کې راغلي، چې د دې میاشتې په اوږدو کې تر ۱۳۴ زره زیاتو کسانو په ۱۱۷ روغتیایي مرکزونو او روغتونونو کې چې د دې سازمان تر ملاتړ لاندې دي، طبي مشورې ترلاسه کړي.
راپور زیاتوي، شدید اوبلن نسناستی، د بدن د اوبو کمېدل، د ډینګې تبه، شری او کوویډ-۱۹ د اکتوبر په میاشت کې عامې ناروغۍ وې، چې د زیاتو ناروغانو د راتګ لامل شوې دي.
دغه راز روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د نشه يي توکو د درملنې له ۱۲ مرکزونو سره یې هم په افغانستان کې مرسته کړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/