کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۳ نېټه):
د راپورونو له مخې د عامې روغتیا سرپرست وزیر له هغو افغان روغتیاپالانو چې بهر ته تللي غوښتي، چې د خدمت لپاره بېرته هېواد ته راستانه شي.
نوموړي ويلي، سرپرست افغان حکومت ټولو هغو بهر مېشتو او تللو روغتیاپالانو ته چې غواړي هېواد ته راشي، د راتګ ټول لګښتونه پر غاړه اخلي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر له یو شمېر بهر مېشتو روغتیاپالانو سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان ته د افغان ډاکټرانو د راتګ په اړه یې د سرپرست حکومت د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره کتلي او هڅه کوي، چې د دې برخې لپاره ځانګړې بودجه ترلاسه کړي.
افغانستان کې تر وروستي سیاسي بدلون وروسته د نورو اشخاصو ترڅنګ ډېری روغتیاپالان هم هېواد نه بهر شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/