معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روغتیا وزارت وايي، د ډاکټرانو د شفري او غیر اصولي نسخو مخه نیسي

روغتیا وزارت وايي، د ډاکټرانو د شفري او غیر اصولي نسخو مخه نیسي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د عامې روغتيا وزارت مسوولينو، ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي، چې د شفري نسخو لیکل غير اصولي کار دی او د عامې روغتيا وزارت د دغه غير اصولي کار د مخنيوي لپاره په جديت سره کار کوي.
د راپور پر بنسټ، د یو شمېر ډاکټرانو له لوري د شفري نسخو لیکل له کلونو راهیسې پاتې ستونزه ده، چې خلکو یې په اړه تل شکایت کړی، خو د عامې روغتیا وزارت وايي، له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وکړي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکو دغه راز زیاته کړې، چې د هېواد په کچه، په تېر يوه کال کې له ۳ زره ۸۹۰ خصوصي روغتيايي او عامه روغتیايي مرکزونو څخه څارنه او ارزونه شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس