معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روغتیا وزارت ګلبدین نایب د اعتیاد د مخنیوي په برخه کې سفیر غوره کړ

روغتیا وزارت ګلبدین نایب د اعتیاد د مخنیوي په برخه کې سفیر غوره کړ

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۷):
د افغان کرکټ ملي لوبډلې آلراونډر لوبغاړی ګلبدین نایب چې د کرکټ تر څنګ د فټنس په برخه کې د ښکلي اندام لرونکی لوبغاړی دی، د افغانستان روغتیا وزارت له لوري د اعتیاد د مخنیوي په برخه کې سفیر غوره شوی.
د روغتیا وزارت د مسوولینو په خبره نايب به د خپل شهرت په وسيله نړیوال لوبغاړي دې ته وهڅوي چې له افغان معتادینو سره د درملنې په برخه کې مرستې وکړي.
ګلبدین نایب چې د اوږد مهال راهیسې یې د کرکټ په ډګر کې د افغانستان لپاره لوبې ترسره کړي، د یوې مودې لپاره د ملي ټیم لوبډلمشر هم ټاکل شوی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس