معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / زابل کې د تندر پرېوتو له امله درې تنو ته مرګ_ژوبله اوښتې

زابل کې د تندر پرېوتو له امله درې تنو ته مرګ_ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۹ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې زابل ولایت کې د تندر لوېدلو په پېښه کې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او يو بل تن بيا ژوبل شوی دی.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس ویلي، چې د ارغنداب ولسوالۍ په کره تو سیمه کې تالنده لوېدلې چې د چارتیر کلي د ملا امام دوه ځامن چې عمرونه یې تر پنځلس کلونو کم و، خپل ژوند له لاسه ورکړی.
ده همداراز زیاته کړې، چې د شاجوی ولسوالۍ په شاحسن خېلو کې هم تالنده لوېدلې او یو کس یې ژوبل کړی دی.
نوموړي وړاندې ویلي، چې د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د شدید باران او سيلابونو له امله کرنيزې ځمکې هم تخریب شوې، ځینو سیمو کې یې كورونه نړولي او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه رسولي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس