معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / زابل کې د سرپرست افغان حکومت په راتګ ۱ لک ۱۰ زره جریبه ځمکه له غصبه خلاصه شوې

زابل کې د سرپرست افغان حکومت په راتګ ۱ لک ۱۰ زره جریبه ځمکه له غصبه خلاصه شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۴ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې زابل کې د ځمکو غصب مخنیوي کمېسیون ويلي، چې د کلات ښار اړوند د مهاجرینو ښارګوټي کې یې د هغو کسانو مخنیوی کړی، چې دولتي ځمکه يې غصب کړې وه.
د خبر له مخې د زابل کرنې رییس او د غصب کمېسیون مسوول ویلي، چې دوی هڅې پیل کړې ترڅو په مرکز او ولسوالیو کې دولتي ځمکې له غصب څخه پاکې کړي چې تر دا مهاله یې ۱ لک ۱۰ زره جریبه دولتي ځمکې له غصب څخه خلاصه کړې ده.
د زابل امنیت آمر بیا د خپلو خبرو پرمهال ډاډ ورکړ چې په ولایتي کچه هېچاته هم اجازه نه ورکوي، چې دولتي ځمکې غصب کړي.
هغه خبرداری ورکړ چې په دې برخه کې جدي دي.
د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون وايي، د دولتي ځمکو د تثبیت لپاره یې د مرکز او ولسوالیو په کچه هڅې پیل کړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس