معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / زابل کې د ۳ لکه ۶۳ زره ډالرو په ارزښت استنادي دېوال جوړیږي

زابل کې د ۳ لکه ۶۳ زره ډالرو په ارزښت استنادي دېوال جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۰مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د زابل ترنک سیندیزې حوزې رییس ویلي، چې شهري صفا او شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۵ سوه متره په اوږدوالي استنادي دېوالونه جوړیږي، چې لګښت یې د AFO موسسې له لوري ورکول کیږي.
د خبر له مخې د زابل مرستیال والي پۀ دغو چارو خوښي څرګنده کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د زابل لرې پرتو سیمو خلکو لپاره دې ته د ورته پروژو د پلې کولو هڅې کوي.
یو شمېر سیمه ییزو خلکو له مسوولینو مننه کړې او د ستونزو د حل لپاره یې د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې.
د ځایي خلکو په وینا دې دېوالونو سره به د سېلابي اوبو له امله د ځمکو او کورونو د تخریب او ویجارۍ مخه ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ترنک سیند اوږدو کې یو شمېر نور زابلیانو هم تازه د ځمکو ساتنې لپاره د استنادي دېوالونو غوښتنه کړې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس