معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / زابل کې دوو روغتیایي مرکزونو ته ودانۍ جوړې شوې

زابل کې دوو روغتیایي مرکزونو ته ودانۍ جوړې شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۱مه نېټه):
د راپورونو له مخې د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د انفا موسسې په مالي ملاتړ دوو روغتیايي مرکزونو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر میرویس افغان وویل، چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ولسي خلکو په غوښتنه او د انفا موسسې له لوري دوه روغتیايي مرکزونو ته په عصري او معیاري ډول ودانۍ جوړې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې یاد روغتیایي مرکزونه به د سیمې شاوخوا زر کورنیو ته صحي خدمات وړاندې کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس