معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / زابل کې پر ۳ سوه جریبه ځمکه صنعتي پارک جوړیږي

زابل کې پر ۳ سوه جریبه ځمکه صنعتي پارک جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۱ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو ويلي، چې د سوداګرۍ او صنعت د لا پرمختګ لپاره غواړي، څو په دې ولایت کې پر ۳ سوه جریبه ځمکې صنعتي پارک جوړ کړي.

د خبر پر بنسټ د زابل صنعت او سوداګرۍ رییس زیاته کړې، چې د صنعتي پارک لومړني کارونه خلاص شوي، ځمکه ورته ځانګړې شوې او د نورو کارونو لپاره یې هلې – ځلې پیل کړي دي.

د نوموړي په خبره دغه ولایت کې د صنعتي پارک په جوړېدو سره به له یوه لوري کاري بوختیاوې زیاتې شي او له بل پلوه به د دې ولایت تولیداتو ته د بازار موندنې او اقتصادي پياوړتیا برخه کې مرسته وکړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس