معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / زرنج ښار کې د حضرت امام مسلم رح د مسجد د بنسټ ډبره کېښودل شوه

زرنج ښار کې د حضرت امام مسلم رح د مسجد د بنسټ ډبره کېښودل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۲ نېټه):
د راپورونو له مخې د نیمروز ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رییس د علماوو او سپين ږرو په حضور کې د زرنج ښار اړوند په سيستان ښارګوتي کې د حضرت امام مسلم رح د مسجد د بنسټ ډبره د قبلې شریفې د لورې له ټاکلو وروسته کېښودله.
د نيمروز د حج او اوقافو ریيس د ياد مسجد د پراختيايي چارو د پرانیستې په اړه وويل، چې د حضرت امام مسلم مسجد د ۵۴۰ متر مربع مساحت او د ٣۰۰ لمونځ کوونکو ظرفيت لري، چې د مسجد د ټولو اړتیاو سره سم په پاخه ډول جوړیږي.
راپور زیاتوي، چې نوموړي له ځایي خلکو او سوداګرو وغوښتل، چې د ياد مسجد په جوړولو کې خپلې مالي مرستې هم ترسره کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس