معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / زمونږ ګاونډیان ولې له مونږ لاس نه اخلي؟

زمونږ ګاونډیان ولې له مونږ لاس نه اخلي؟

پدې وروستیو کې چې مونږ له زر هاوو کورنیو او نړیوالو ستونزو سره لاس او ګرېوان یو متأسفانه زمونږ دوه مسلمان او ګاونډي ملکونه (ایران او پاکستان) په مختلفو بهانو دلته د لاس وهنې پلمې لټوي او دواړه په یوه وخت او یوه آواز افغانستان ته ګواښونه کوي.
که څه هم د ګاونډیانو ګواښونه او د هغوی له خوا د پلمو لټول نوې خبره نده او دا ډرامه له کلونو څه چې له لسیزو او آن نژدې یوې پېړۍ را روانه ده خو په زړه پورې خبره دا ده چې دا دواړه ملکونه هغه وخت ډېرې چېغې او بغارې وهي چې په خپلو هېوادونو کې د خپلو خلکو یا خپلو سیاسي او نظامي مخالفینو او د هغوی له پرله پسې مخالفتونو څخه په تنګ شي.
اصل خبره دا ده چې زمونږ دغه دواړه ګاونډي ملکونه په ظاهر کې ځانونه د افغانانو د بدې ورځې پناه ځای معرفي کوي او افغانان خپل “مسلمان وروڼه” یادوي، تل یې په خوله کې له خوارو او جګړه ځپلیو افغانانو سره د مرستې او خواخوږۍ نارې او شعارونه ناست وي او آن ډېر وخت په نړیوالو ستیجونو هم د افغانانو د سکه او بر حقه استازیو!!!! تمثیل کوي.
زمونږ لویدیځ ګاونډی ایران او جنوبي ګاونډی پاکستان چې کله په خپل ملک کې له مخالفتونو تنګ راشي او آن کله د دوی وسله وال مخالفین د دوی دولتي ملکي او پوځي تأسیسات تر برید لاندې ونیسي بیا د افغانستان خلاف د دوی خولې خلاصې شي، یو یې افغانستان د خپلو وسله والو مخالفینو په ملاتړ او د هغوی په نه ټکونه تورنوي او بل ته یې بیا په همداسې وخت کې د هلمند د سیند د اوبو په اړه په ۱۳۵۱ لمریز کال کې لاسلیک شوی تړون ور په یاد شي او په پوره ګواښمنه او له خیالي زوره ډکه لهجه د خپل حق د اخیستو خبرې تکراروي!
زمونږ دا دواړه نېک ګاونډیان چې کلونه کلونه یې په افغانستان کې یوې خواته د جګړې او ناکراریو د اور لمبو ته پکه وهلې نن چې هماغه مصیبت د دوی خپلو ګرېوانونو ته لویدلی، چېغې او نارې سورې یې بندې کړې او پدې کې هم د تل په څېر خوار او بیچاره افغانستان ګرم دی!
اما د دې تر څنګ د پاملرنې وړ ټکی دا هم دی چې زمونږ دغه دوه مسلمان او وروڼه !!! ګاونډي ملکونه د خپلو لس هاوو ستونزو سره سره، د افغانستان په چارو کې له بې شرمانه لاس وهنې او د ډېر واړه فرصت نه په خپله ګټه له کار اخیستنې ندي لاس په سر شوي!
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اشرف غني په مشرۍ د جمهوري نظام تر سقوط وروسته بیا تر ننه په تېرو څه کم دوه کلونو کې په زرهاوو لیتره هغه بې کیفیته تېل چې د ایران له پولې څخه افغانستان ته را واردېدل، د افغانستان په خاوره کې د نورم او سټنډرډ ادارې د چارواکو له خوا بېرته ایران ته مسترد شوي دي چې آن د همدې کرښو د لیکلو پر وخت هم رسنیو د دې راپور ورکړی چې دغه بې کیفیته تېل مسترد شوي دي.
دا خو لا پرېږده چې د ایران د حکومت سرحدي ځواکونه هره ورځ په لس هاوو مظلوم او فقیر افغانان چې د خوارۍ او مزدورۍ په بدل کې د یوې نمړۍ ډوډۍ د پیدا کولو په موخه غواړي ایران ته ولاړ شي په ګډه پوله وژل کېږي او په وینو لت پت جنازې یې بېرته خپلو کورنیو او هېوادوالو ته راوړل کېږي.
بل خوا که خپل جنوبي لوی ګاونډي پاکستان ته ځېر شو، د دې هېواد د تاریخ په لوستلو سره څرګندېږي چې دغه هېواد په خپل منځ کې د شته لس هاوو ستونزو، نیمګړتیاوو او نا خوالو سره سره، د بیا هم افغانستان له پامه نه غورځوي او نه یوازې په نړیواله کچه او پر نړیوال ستیژ د افغانستان د استازیتوب دعوه کوي چې آن کله ناکله د افغانستان د هرو سپینو او تورو مالک هم ځان ګڼي.
خو د دې سره سره چې بیا هم کله د خپلو حکامو، مشرانو او سیاست والو د غلطو سیاستونو، د دې هېواد د ظالم پوځ په وړاندې د غبرګون یا عکس العمل کومه پېښه رامنځ ته شي، نو بیا د ملامت ګوته د افغانستان لورې ته نیسي او پرته له کوم ثبوت او یا قانع کوونکي دلیل څخه د دغه بریدونو پړه پر افغانستان اچوي.
تېره اونۍ چې د دغه هېواد په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د دې هېواد د مخالفو وسله والو په بریدونو کې د دغه هېواد څو تنه پوځیان او امنیتي سرتېري ووژل شول، نو د پاکستان د حکومت رسمي ویندویانو بیا نارې سورې بندې کړې او آن د دې هېواد په مرکزي کابینه کې د کورنیو چارو وزیر په ډېره تونده لهجه افغانستان ته ګوت څنډنه وکړه چې د دوی وسله والو مخالفینو ته دې د پاکستان په خاوره کې د بریدونو لپاره زمینه نه برابروي.
دې ټولو ته په کتو او د تېرو څو لسیزو د حالاتو او پرله پسې وقایعو تحلیل په وضاحت دا ثابتوي چې نړیوال کفري ممالک او په سر کې یې شیطانه امریکا هېڅ کله په اسلامي ملکونو او په تېره بیا د آسیا پدې سیمه کې امنیت او ثبات نه غواړي.خو په خورا تأسف چې زمونږ دغه ګاونډیان او د سیمي ځیني نور ځواکمن هېوادونه یا دا حالات نه ویني او د پېښو له واقع بینانه تحلیل څخه عاجز دي یا نو د دغه هېوادو د مزدورو واکمنو خپلې شخصي ګټې او د خپلو جیبونو ډکول هم په همدې کې نغښتي دي او له همدې امله د پردیو ډول ته دا ګډیدا او پر نورو تور پورې کول ورته خوند ورکوي.په تأسف باید ووایو چې که د سیمې او ګاونډ د اسلامي ملکونو دا حالت همداسې دوام ومومي ډېر لوی ناورین به را منځ ته شي چې بیا به هغه وخت د یو او بل د ملامتولو چانس هم له لاسه وتلی وي او تور لګول به هم ګټه و نه لري. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس