کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله لومړۍ نېټه)
د ګهیخ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو وزارت مسوولینو خبر ورکړی، چې د سالنګ پر دریو پاتې برخو د کار پیلیدو له امله دغه لار د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.
د خبر پر بنسټ د یاد وزارت مسوولینو زیاته کړې، کوچني مسافروړونکي موټر کولی شي هره ورځ په ۲۴ ساعته ډول له دواړو لورو تګ – راتګ وکړي.
د ټولګټو چارو وزارت په تېره زمري میاشت کې ویلي وو، د سنبلې له لومړۍ نېټې وروسته به د سالنګ لویه لار د باروړونکو او مسافر وړونکو موټرو پرمخ وتړل شي.
د دې وزارت په خبره، د کار تر بشپړېدو پورې به دغه لار تړلې وي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/