کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د سالنګ لویې لارې د رغېدو چارې بشپړې او تېره ورځ د بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.
د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، د یادې لارې پلان شوي رغنیز کارونه بشپړ شوي او اوس د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو پرمخ خلاصه ده.
د نوموړي په خبره، بار وړونکو موټرو ته په وار سره یوه ورځ له شمال څخه سوېل او بله ورځ له سوېل څخه شمال ته د تګ اجازه ورکړل شوې ده.
د دې لارې د خلاصېدو په لومړۍ ورځ بار وړونکي موټر له شمال څخه سوېل ته تګ ته پرېښودل شول.
سالنګ لویه لاره له تېرو ۱۴ ورځو راهیسې د بیارغونې روانو کارونو او د واورې اورښت له امله تړل شوې وه، خو پر فرعي لارو یوازې وړو مسافر وړونکو موټرو ته د تګ – راتګ اجازه ورکول کېده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/