معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سالنګ کې د نوي تونل د جوړولو هڅې پيل شوي

سالنګ کې د نوي تونل د جوړولو هڅې پيل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۶ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د سرپرست حکومت چارواکو ويلي، چې د هېواد په اقتصادي وده کې د سالنګ لویې لارې اهمیت ته په کتو، پر دغې لویې لارې د نوي تونل د جوړولو لپاره هڅې روانې دي.

د سرپرست حکومت ویاند د سالنګ تونل د مسافر وړونکو او سوداګریزو موټرونو د تګ – راتګ لپاره بسندوی نه‌ ګڼي او زیاتوي، چې د ژمي له را رسېدو سره په دې لویه لار کې ستونزې لا زیاتیږي.

یو شمېر چینايي انجینران چې د سالنګ د تونلونو د جوړولو په برخه کې کار کوي، د پروان د والي له مرستیال سره په کتنه کې ويلي، چې د سالنګ د دوهم تونل پروژې سروې روانه ده.

څو ورځې وړاندې د رییس الوزرا اقتصادي معاونیت هم اعلان کړی و، چې د امکاناتو له برابرېدو سره به د سالنګ پر دوهم تونل هم چارې پیل کړي

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس