کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۸ مه نېټه):
د هوا پېژندنې ادارې د اټکل له مخې سبا یکشنبه او بله ورځ دوشنبه د مرکز کابل په ګډن بدخشان، نورستان، ننګرهار، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، زابل، غزني، مېدان وردګ، بامیان، دایکندي او غور ولایتونو کې واورې او بارانونه ترسره شي.
دغې ادارې په سالنګونو کې هم د واورې د اورښت اټکل کړی دی.
د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې د یادو ولایتونو په ځينو سیمو کې به د اورښت کچه له ۱۰ څخه تر ۲۰ ملي مترو او د واورې کچه به له ۱۵ څخه تر ۴۰ سانتي مترو پوري وي.
د واورې د اورښت اټکل په داسې مهال کیږي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا هېواد کې د سړې هوا څپې د خورېدو له امله زرګونه افغانان د امکاناتو له سخت کمښت سره مخ دي، چې په دې اړه د مرستې لپاره باید خصوصي سکټور راودانګي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/