معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سبا دوشنبه افغانستان کې د پولیو ضد څلور ورځنی کمپاین پیلیږي

سبا دوشنبه افغانستان کې د پولیو ضد څلور ورځنی کمپاین پیلیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲ مه نېټه):
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونیسف ویلي، دغه کمپاین د هېواد په څلورو حوزو لوېدیځ، جنوب لوېدیځ، جنوب ختیځ او ختیځ کې د څلورو ورځو په ترڅ کې ترسره کیږي.
د معلوماتو له مخې په دغه موده کې به له پنځو کلونو ښکته عمر لرونکي تر پنځه نیم میلیونو ډېر ماشومانو ته د پولیو ویروس پر وړاندې څاڅکي ورکړل شي.
د یونیسف د معلوماتو له مخې په تېر ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې افغانستان د ګوزڼ یا پولیو فقد د دوو مثبتو پېښو شاهد و.
نړۍ کې افغانستان او پاکستان دوه هغه ملکونه دي، چې لا هم په کې ماشومان د پولیو ویروس د شتون له وجې ښکار کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس