معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / سبا چهارشنبه د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه غونډه کوي

سبا چهارشنبه د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه غونډه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۰ مه نېټه):
د اسلامي همکاریو ټولنې ويلي، چې سبا د چهارشنبې په ورځ به د افغان سرپرست حکومت د وروستیو پرېکړو په اړه، چې په پوهنتونونو او موسسو کې یې د ښځو زده کړې او کار کول منع ګرځولي، د بحث لپاره غونډه جوړه کړي.
د لوړو زده کړو وزارت د لیندۍ په ۲۹ اعلان وکړ، چې په هېواد کې د نجونو لوړې زده کړې تر دوهم امر پورې وځنډول شوې. دغه راز اقتصاد وزارت د مرغومې په ۳مه په افغانستان کې کورنیو او بهرنیو موسسو ته امر وکړ چې تر دوهم امر پورې دې د ټولو هغو افغانو ښځو دندې وځنډوي، چې دوی سره په دغو موسسو کې کار کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس