معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سره میاشت کابل کې په زړه سوري د ۳۰ تنو ماشومانو درملنه کوي

سره میاشت کابل کې په زړه سوري د ۳۰ تنو ماشومانو درملنه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۴ مه نېټه):
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۳۰ تنه نور ماشومان یې په کابل کې د درملنې او عملیاتو لپاره یوه کورني روغتون ته ورپېژندلي دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، په تېر څه کم یوه کال کې یې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۳ سوه ۵۲ ماشومان د درملنې لپاره بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
د سوري زړه ناروغي په وروستیو کلونو کې په افغان ماشومانو کې ډېره شوې او په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې لسګونه ماشومان چې دا ناروغي یې لرله، د درملنې په هدف جرمني هېواد ته هم استول شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس