معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سرپرست افغان حکومت متحده عربي اماراتو کې د افغان کونسلګرۍ لپاره سرپرست ورلېږي

سرپرست افغان حکومت متحده عربي اماراتو کې د افغان کونسلګرۍ لپاره سرپرست ورلېږي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۳ مه نېټه):
که څه هم سرپرست افغان حکومت تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ویلي، خو داسې اطلاعات خپاره شول چې ګوندې د بهرنیو چارو د وزارت له لوري د دوو یاداشتونو په صادرولو سره بهرنیو چارو وزارت کې دننه د تشریفاتو مشر دوبۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ د مشر په توګه ټاکلی دی.
د دغو مکتوبونو له مخې، د افغان حکومت دغه غړی به د حوت له ۲۱ نېټې وروسته د کونسلۍ چارې مخته یوسي.
وړاندې تر دې دغلته د تېر حکومت کونسلر مسعود عزیزی دغه چارې مخته وړلې.
دې وروستیو کې سرپرست افغان حکومت ایران، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته هم خپل ډیپلوماټیک استازي استولي چې اوس هلته د افغان سفارتونو او کونسلګریانو چارې سمبالوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس