معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سرپرست حکومت افغانستان کې د داعش ډلې د ځواکمنتیا په اړه د امریکایي چارواکو وروستۍ څرګندونې وغندلې

سرپرست حکومت افغانستان کې د داعش ډلې د ځواکمنتیا په اړه د امریکایي چارواکو وروستۍ څرګندونې وغندلې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۵ نېټه):
وروسته له هغې چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا (CENTCOM) مشر جنرال مایکل کوریلا خبرداری ورکړ، چې داعش په افغانستان کې د تېر کال په پرتله او د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان کې پیاوړی شوی، د سرپرست افغان حکومت مرکزي ویاند یې پر دغو څرګندونو تند غبرګون ښودلی.
ذبـ.ـیح الله مجـ.ـاهد د نوموړي دغه څرګندونې له حقیقت څخه لرې ګڼلي او ادعا یې کړې، چې افغانستان کې د دغې ډلې شتون او فعالیت له پخوا څخه په مراتبو کم شوی او ځپل شوی دی.
مجاهد پر امریکایي لوري نیوکه کړې، چې د دوی دغه ډول څرګندونې داعش ډلې ته یو ډول کمپاین او هغوی سره مرسته کول دي.
دغه څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې دې وروستیو کې د سرپرست افغان حکومت د استخباراتو ریاست له لوري په یو لړ شپنیو عملیاتو کې د دغې ډلې مهم پټنځایونه او غړي په نښه او له منځه یوړل شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس