معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سرپرست حکومت د نړیوال بانک د وروستي راپور هرکلی کړی

سرپرست حکومت د نړیوال بانک د وروستي راپور هرکلی کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۵ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې سرپرست حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک د وروستي راپور هرکلی کړی.

د خبر پر بنسټ، اقتصادي معاونيت، د اقتصادي وضعيت په تړاو د نړیوال بانک له لوري د خپور شوي راپور د هغو برخو ستاینه کړې، چې مثبتې او پر واقعیتونو ولاړې دي او هغې برخې یې رد کړي، چې د دوی په وینا له عیني واقعیتونو څخه لرې دي.

د اقتصادي معاونیت په باور که نړيواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه کړي او له بندیزونو لاس واخلي، نو افغانستان به د نورو برخو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې هم په بشپړ ډول پرمختګ وکړي.

د نړیوال بانک په وروستي راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۲ په پرتله په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د افغانستان  د صادراتو په کچه کې زیاتوالی راغلی او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس