معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سرپرست حکومت وایي، د اسلامي همکاریو سازمان د استازو له مشورو ګټه اخلو

سرپرست حکومت وایي، د اسلامي همکاریو سازمان د استازو له مشورو ګټه اخلو

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان سرپرست حکومت ويلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان له لیدلورو او وړاندیزونو څخه به د نظام د پرمختګ لپاره کار واخیستل شي.
د سرپرست حکومت ویاند ويلي، چې د حکومت له بېلابېلو چارواکو سره د اسلامي همکاریو د سازمان د استازو په کتنو کې د افغانستان پر مهمو مسلو خبرې شوې دي.
د دوی په وینا د دغه سازمان استازو ته ډاډ ورکړل شوی، چې د دغه پلاوي له نظریاتو او وړاندیزونو څخه به د اسلامي نظام د تطبیق په برخه کې ګټه واخیستل شي.
د سرپرست حکومت ویاند په کندهار کې د دغه ولایت له والي سره د قطري استازو د کتنې خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې دواړو لورو د روغتیا او پوهنې په برخه کې د همکاریو پر زیاتېدو خبرې کړې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس