کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۳۰مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ د بلخاب ښارګوټي په خوله کې تېره شپه د اورلګېدنې له امله اووه دوکانونه له ټولو وسایلو سره یوځای سوځېدلي دي.
د خبر له مخې یاده اور لګېدنه کې د هټیوالو مالکینو ته شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
د دغه ولایت د امنيې قومندانۍ وياند ویلي، چې دغه اور د شپې له خوا د دغې ولسوالۍ د سيمه ييزو مسوولينو او خلکو په همکارۍ مهار شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه اورلګېدنه د برېښنا لېن د شارتۍ له امله رامنځته شوې و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/