معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سرپل کې ۴ زره زده‌ کوونکو ته د زده‌ کړو زمینه برابریږي

سرپل کې ۴ زره زده‌ کوونکو ته د زده‌ کړو زمینه برابریږي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۱ نېټه):
په داسې حال کې چې هېواد کې له اووم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه لا هم نه ده ورکړل شوې، خو د سرپل د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونسېف) په مالي همکارۍ به سږ کال په دغه ولایت کې څلور زره زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شي.
دوی وايي چې دا پروژه به د صدا انسټیټیوټ لخوا پلې شي.
د سرپل ولايت د پوهنې رييس وايي، سږکال به د صدا انسټيټوت د يونسېف دفتر په همکارۍ د هغو ۴ زره زده کوونکو لپاره چې له ښوونځيو لرې ژوند کوي او له زده کړو بې برخې دي، سيمه ييز ښوونځي جوړ کړي.
هغه زیاته کړه، چې په دغه پروګرام کې به په ګڼو ولسوالیو کې د نارینه او ښځینه زده کوونکو لپاره ۱۵۰ ټولګي جوړ شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس