معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سعودي عربستان او ترکیه د غزې په اړه د اشغالګرو وروستۍ څرګندونې غندلي

سعودي عربستان او ترکیه د غزې په اړه د اشغالګرو وروستۍ څرګندونې غندلي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې سعودي عربستان د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هغه څرګندونې په کلکه رد کړي، چې ویلي یې وو فلسطین دې په سعودي عربستان کې جوړ شي.

نتانیاهو په یوه مرکه کې ادعا کړې وه، چې سعودي ډېره شاړه ځمکه لري او هلته دې د فلسطیني دولت بنسټ کېښودل شي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې دا نظر افراطي بللی او ویلي، چې اشغالګر نه‌ پوهېږي، فلسطین د ورونو فلسطینیانو لپاره څه دی او دې خاورې سره د دوی وجداني، تاریخي او قانوني کوم تړاو دی؟

بل لور د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه پلان غندلی، چې غوښتل یې فلسطینیان له غزې څخه وباسي او دغه سیمه د اسراییلو تر کنټرول لاندې راولي.

اردوغان ویلي، هېڅوک دا ځواک نه لري، چې د غزې ولس د هغوی له ټاټوبي وباسي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فبرورۍ په ۴مه د اسراییلي مشر بنیامین نتانیاهو سره په ګډ خبري کنفرانس کې ویلي وو، چې امریکا به د غزې تړانګه ونیسي.

سعودي عربستان او ترکیې ترڅنګ ګڼو نورو هېوادونو د فلسطینیانو بې‌ ځایه کولو وینا د منلو وړ نه ده بللې او دا یې د فلسطین د تاریخي حقونو پر ضد یو ظالمانه هڅه ګڼلې ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس