معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سوداګرۍ خونې د حکومت لخوا د مالیاتو له کمېدو هرکلی وکړ

سوداګرۍ خونې د حکومت لخوا د مالیاتو له کمېدو هرکلی وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۳۱ نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې او خصوصي سکټور د سرپرست افغان حکومت د مشرتابه له خوا په مالیاتو کې د تخفیف د نوي فرمان هرکلی وکړ.
د خبر پر بنسټ د پانګونې خونې او خصوصي سکټور مسوولینو ویلي، په مالیاتو کې د تخفیف له نوي فرمان څخه ملاتړ کوي او زیاتوي چې په دې سره د ډېری سوداګرو ستونزې حل شوې دي. د افغانستان د پانګونې خونې مرستیال یونس مهمند په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، چې دوی د مالیاتو د تخفیف د تازه فرمان هرکلی کوي او له حکومته غواړي، چې د هېواد مالیات او ټکسونه اوسنيو شرایطو ته په کتو وټاکل شي. نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د یو هېواد پرمختګ او آبادي یوازې د مالیاتو په لوړولو سره نه، بلکي د کار او روزګار په برابرلو سره کیږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او خصوصي سکټور غړي خان جان الکوزي هم په یاده غونډه کې ویلي، چې له شک پرته د تخفیف نوی فرمان د صنعت د پرمختګ لپاره ډېر ګټور دی، خو د سوداګرۍ په برخه کې ډېرې ستونزې لا هم نه دي حل شوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس