معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سوداګرۍ وزارت ایران سره په سوداګرۍ کې د پرمختګ خبر ورکوي:

سوداګرۍ وزارت ایران سره په سوداګرۍ کې د پرمختګ خبر ورکوي:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۱۵):
د سوداګرۍ او صنعت وزارت ويلي، په تېرو ۶ میاشتو کې افغانستان ایران ته د پنځه میلیونه ډالرو صادرات او د څه باندې ۳۵۰ میلیونه ډالرو واردات کړي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ایران ته د افغانستان اکثره صادرات وچه مېوه او پنبه ده، خو له ایران څخه بیا د ۳۵۱ میلیونه ډالرو په ارزښت تېل او خوراکي توکي افغانستان ته وارد شوي دي.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت په داسې مهال ایران سره د سوداګریزې راکړې ورکړې د ډېرښت خبره کوي چې تېره ورځ بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وو چې امیرخان متقي کابل کې د ایران له مرستیال سفیر سیدحسن مرتضوي سره په یوه کتنه کې د اقتصادي راکړې ورکړې پر ډېښت ټینګار وکړ.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس