معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سوداګرۍ وزارت له لېواله هېوادونو د افغانستان پر لېتیمو د پانګونې غوښتنه کړې

سوداګرۍ وزارت له لېواله هېوادونو د افغانستان پر لېتیمو د پانګونې غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۲ مه نېټه):
د راپوروړو له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر له رویټرز خبري اژانس سره په یوې مرکه کې قزاقستان ته د خپل وروستي سفر په تړاو خبرې کړي او ویلي یې دي، چې له قزاقستاني چارواکو سره یې د بانکي مسایلو، سوداګریزو تعرفو، مخابراتي پروژو او سویلي آسیا ته د روسیې د تېلو د جوپو د لېږد په ګډون د ټرانزیټي لارو په تړاو بحثونه کړي دي.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ویلي، لېواله هېوادونه کولی شي چې د افغانستان د لېتیمو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي.
نورالدین عزیزي ویلي، چې د لېتیمو په کانونو پورې د افغانانو هیلې تړلي او سرپرست حکومت نه غواړي چې دغه کانونه ضایع شي.
افغانستان د هغو هېوادونو د نوملړ په سر کې دی، چې د لېتیمو کانونه لري او د افغانستان لېتیمو تر ټولو ډېر کانونه په کونړ، نورستان او هلمند ولایتونو کې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د چین په ګډون د بېلابېلو هېوادونو استازو د سرپرست حکومت له چارواکو سره په کتنه کې د افغانستان د لېتیمو کانونو په برخه کې د شاوخوا لس میلیارده ډالرو د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس