معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سوداګرۍ وزارت وایي، د افغان – قزاق نندارتون له لاسته راوړنو ډک وو

سوداګرۍ وزارت وایي، د افغان – قزاق نندارتون له لاسته راوړنو ډک وو

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د افغان – قزاق د درې ورځني نندارتون او رسمي سفر د پای ته رسېدو خبر ورکړ.
دوی ویلي، چې دغه نندارتون له لاسته راوړنو ډک وو او په وینا د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ په بېلابېلو برخو کې، د ۱۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړې هم لاسلیک شوي دي.
په کابل کې د قزاقستان پخوانی سفیر وايي، چې په قزاقستان کې د افغاني محصولاتو او تولیداتو نندارتونونه د دواړو هېوادونو د اړیکو پر ښه والي مثبت اغېز کولی شي.
د یاد نندارتون یو شمېر ګډونوال افغان سوداګر د افغاني توکو د پېژندنې او ورته د بازار موندنې لپاره د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل مهم ګڼي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس