معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سوداګرۍ وزارت کراچۍ بندر کې د ایسارو افغان کانټینرونو د خوشې کېدو غوښتنه کړې

سوداګرۍ وزارت کراچۍ بندر کې د ایسارو افغان کانټینرونو د خوشې کېدو غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر جلیل عباس جیلاني سره د لیدنې پرمهال کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ایسارو کانټینرونو د خوشې کېدو غوښتنه کړې.
د راپور پر بنسټ، دا د افغان سوداګرو ۳ زره کانټینرونه له دریو میاشتو راهیسې کراچۍ بندر کې بند پاتې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د دې ناستې په تړاو یو بیان خپور کړی او لیکلي یې دي، چې په دې ناسته کې د متقابلو ګټورو اړیکو په برخه کې یو وار بیا په خپل هوډ ټینګار وکړ.
د ګهیځ نیوز د اطلاعاتو له مخې په یادو کانټینرونو کې د خوراکي توکو سربېره قیمتي الکترونیکي وسایل، د ماشین پرزې، کیمیاوي توکي او ټوکرې شامل دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس