کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په سویس کې د افغانستان د وجهي صندوق غړي انورالحق احدي ویلي، چې د دغه صندوق له جوړېدو راهیسې د افغانستان شتمنۍ تر ۵۰ میلیونو ډالرو پورې ګټه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې اړه تر اوسه رسمي سند نشته، خو د نوموړي د اټکل له مخکې دغو پیسو تر اوسه پورې ۵۰ میلیونه ډالرو پورې ګټه کړې ده.
هېره دې نه وي چې د افغانستان د مرکزي بانک درې نیم ملیارد ډالر منجمد شوي پیسې د تېر کال په سپټمبر میاشت کې په سویس کې د باور صندوق ته انتقال شوې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/