معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سویس کې د افغانستان شتمنۍ ۱۵۵ میلیونه ډالره ګټه کړې

سویس کې د افغانستان شتمنۍ ۱۵۵ میلیونه ډالره ګټه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۶ مه نېټه):

د راپورونو له مخې په سویس کې د افغانستان یوه برخه شتمنیو د ۱۴۰۱ کال وږي میاشتې راپدیخوا تر دې دمه ۱۵۵ میلیونه ډالره ګټلي دي.

د راپور پر بنسټ، د دغه صندوق د مدیره پلاوي غړي شاه محمود محرابي ویلي، یاد صندوق چې د افغانستان ۳ اعشاریه ۵ میلیارده ډالره په کې ساتل کیږي، د بشرپالو نوښتونو لپاره نه، بلکې د اقتصادي موخو لپاره جوړ شوی دی.

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وايي، په سویس کې د افغانستان د شتمنیو د یوې برخې د ساتنې صندوق د افغانیو په ثابت ساتلو او اقتصادي وده کې باید ولګول شي، خو سرپرست حکومت یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان شتمني آزاده کړي.

د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو را وروسته د افغانستان ۹ میلیارده ډالره شتمني په امریکا او اروپايي هېوادونو کې کنګل شوې، چې له دې منځه بیا شاوخوا درې نیم میلیارده ډالره یې په سویس کې ساتل کیږي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس