معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سټنډرډ ملي اداره وایي، ایران دې د نیوکو پرځای د صادراتي توکو کېفیت سم کړي

سټنډرډ ملي اداره وایي، ایران دې د نیوکو پرځای د صادراتي توکو کېفیت سم کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۲   نېټه):

د راپورونو له مخې د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې د ایران د نفتي محصولاتو د ټولنې د رییس احمد معروف خاني هغه څرګندونې رد کړې چې ویلي یې وو، افغانستان په پولو کې د نفتو د کېفیت کتلو کومه وسیله نه لري او دوی د خپلو تعریفونو‌ له مخې ځينې جوپې بېرته ایران ته راګرځوي.

یادې ادارې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان سټنډرډ ملي اداره د هېواد په ټولو بندرونو کې د نفتي توکو فعال لابراتوارونه لري، چې د متخصصو کسانو له لوري کنټرولیږي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، ټول هغه توکي چې د دې ادارې په معیار برابر نه وي، دوی به یې هېڅکله هېواد ته د واردولو اجازه ور نه کړي.

د دغې ادارې مسوولینو له ټولو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران څخه غوښتۍ، چې د بې بنسټه نیوکو پرځای دې د خپلو صادراتي توکو کېفیت ته پاملرنه وکړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس