کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳۰مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سټنډرډ ملي ادارې یو وار بیا خبر ورکړی، چې ایران ته یې ۲۳ ټانکره نور بې کېفیته تېل ورګرځولي دي.
دغې ادارې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د فراه ولایت د ابونصر فراهي بندر له لارې يې یاد ۲۳ ټانکره بې کیفیته تېل (ډیزل او پټرول) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، بېرته ایران ته مسترد کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کېفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
دغې ادارې له ټولو سوداګرو غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کېفیته توکي وارد کړي، کنه له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/