معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سپین بولدک کې د شپږ ټنه المونیمو د قاچاق مخه نیول شوې

سپین بولدک کې د شپږ ټنه المونیمو د قاچاق مخه نیول شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې کندهار کې د ګمرک ریاست مسوولین وایي، د سپین بولدک په سرحدي ګمرک کې د شپږ ټنه المونیم او ۱۰ کارتنه د ویلډېنګ سیخان نیول شوي دي.
د دغه ولایت د ګمرک ریاست ویاند خلیل الرحمان وردګ ویلي، د سپین بولدک سرحدي ګمرک منسوبینو د یوې لارۍ موټر د تېلو په ټانکۍ کې ځای پر ځای شوي شپږ ټنه المونیم او ۱۰ کارتنه د وېلډینګ سیخان چې بهر ته قاچاق کېدل، کشف او نیولي دي.
وردګ زیاته کړې، چې ورته مهال د یاد ګمرک منسوبینو په یوه صادارتي ډاکسن موټر کې ۱۲۰ کیلوګرامه ځای پر ځای شوي میسي سیمان چې له هېواده بهر ته قاچاق کېدل، هم نیولي دي. نوموړي وویل، چې په دې تړاو دوه تنه نیول شوي، چې له څېړنو وروسته به یې دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس