معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سږ کال به د ننګرهار کانال د زیتون له حاصلاتو ۳۰ ټنه اچار تولید شي

سږ کال به د ننګرهار کانال د زیتون له حاصلاتو ۳۰ ټنه اچار تولید شي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت مسوولین وايي، سږ کال به د اټکل له مخې د ننګرهار کانال له څلورګونو فارمونو د زیتونو له راټولو شویو حاصلاتو شاوخوا ۳۰ ټنه اچار ترلاسه شي.

د دغه شرکت ویاند ویلي، تېر کال له څلور ګونو فارمونو ۱۲ ټنه اچار تر لاسه شوي وو.

نوموړی د زیتونو د اچارو زیاتوالي لامل پر وخت د زیتونو بڼونو پالنه، تخنیکي چارې او نور فعالیتونه یادوي.

د ننګرهار ولايت اوسېدونکي د زيتونو تېل او اچار د بهرنيو هغو په پرتله غوره ګڼي، خو وايي نرخونه يې باید راکم شي او دغه راز بايد د هېواد نورو بازارونو ته هم ولېږدول شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس