معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سیګار د تېر حکومت د پرځېدو لاملونه په ډاګه کړل

سیګار د تېر حکومت د پرځېدو لاملونه په ډاګه کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۰ مه نېټه):
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش یا سیګار د خپلو تازه موندنو په پایله کې چې د پخواني حکومت له څه باندې ۴۰ پخوانیو نظامي او سیاسیي چارواکو سره مرکې شوي، د تېر جمهوريت د سقوط کېدو لاملونه د محمد اشرف غني ناسمې پرېکړې، د دوحې تړون او پر بهرنیو ځواکونو ډېره تکیه د تېر افغان پوځ د سقوط اصلي لاملونه ګڼلي.
په دغو موندنو کې د جمهوري نظام په وروستیو دوو کلونو کې د امنیتي ځواکونو په وضعیت ډېر تمرکز شوی دی.
سیګار ویلي، د غني او عبدالله ترمنځ ناسالم رقابت، د بایډن له لوري د بهرنیو پوځیانو د وېستلو پرېکړه، د محمد اشرف غني له لوري په امریکا او امنیتي ځواکونو د بې باورۍ ډېرېدل او په وروستیو کې د امنیتي ادارو ترمنځ پراخ بدلونونه هغه څه و، چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو یووالی او مورال یې کمزوری او په نهایت کې یې د ط.البانو پر ضد جګړه کې نا توانه کړل.
د سیګار دغه څېړنیز راپور په اړه تر اوسه د پخواني حکومت لوړپوړو چارواکو کوم غبرګون نه دی ښودلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس