معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سېدآباد ولسوالۍ کې د ۳ لکه ډالرو په ارزښت د استنادي دېوال د جوړېدو پروژه پرانیستل شوه

سېدآباد ولسوالۍ کې د ۳ لکه ډالرو په ارزښت د استنادي دېوال د جوړېدو پروژه پرانیستل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۱ نېټه):
د راپورونو له مخې د مېدان وردګو ولایت سېدآباد ولسوالۍ شېرازي کلا په سيمه کې د سیندیزې حوزې ریاست له خوا FAO موسسې په مالي لګښت د آریانا حکمت شرکت له لوري د ۳ لکه امریکايي ډالرو په ارزښت استنادي دېوال پروژه پرانیستل شوه.
د میدان وردګو والي د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې هڅه یې دا ده، څو د مرستندويه موسسو مسوولین په دغه ولایت کې رغنیزو پروژو پلې کېدو ته وهڅوي.
د سیندیزې حوزې رییس بیا خپلو خبرو کې ویلي، چې د ۳ لکه امریکايي ډالرو په ارزښت د سېد آباد ولسوالۍ کشمېري کلا سيمې اړوند ۴ کلیو کې استنادي دېوالونه رغول کیږي، چې نږدې ۱۸ سوه کسانو ته به د کار زمینه برابره او ۶ میاشتې وروسته به ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس